IQNA

د اسلامي خطي نسخو په ترمیم کې د شارجې د قرآني ټولنې ملګرتیا

7:18 - January 20, 2026
د خبر لمبر: 3492334
ایکنا - د شارجې د قرآن کریم مجمع او د شارجې د میراث مرکز د اسلامي خطي نسخو او تاریخي آثارو د ترمیم او ساتنې په موخه د ملګرتیا یو تفاهم‌لیک لاسلیک کړ.

 ایکنا نیوز د menafn له قوله راپور راکړ، دا تفاهم‌لیک د تاریخي خطي نسخو د مستندسازۍ او ارشیؤ لپاره د تګلارو او مقرراتو یو شان کول، د روزنیزو فعالیتونو له لارې د ظرفیت لوړونه، او د تجروبو تبادله په خپلو موخو کې لري.

دا تفاهم‌لیک د شارجه د قرآن  د ټولنې مشر ، خليفه مصبح الطنيجي، او د شارجې د میراث مرکز مشر ، عبدالعزیز المسلم، لاسلیک کړ. د لاسلیک په مراسمو کې د دواړو بنسټونو یو شمېر مسؤلینو او اداري مدیرانو هم ګډون درلود.

د شارجه د قرآن مجمعې مشر په دغو مراسمو کې ټینګار وکړ چې دا ملګرتیا د مجمعې د هغې تګلارې په چوکاټ کې ده چې د نوې ټیکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا (آرټيفیشل اینټلیجنس) څخه د قرآن کریم د خدمت، او د هغو خطي نسخو د ترمیم او ارشیؤ لپاره کار اخلي چې د قرآن د لیکنې او د قرآني علومو د ودې ژوندی تاریخي شاهدان ګڼل کېږي.

هغه زیاته کړه: له شارجه د میراث له مرکز سره همکاري، چې په یونیسکو کې ثبت شوی، د نادرو خطي نسخو او تاریخي آثارو د خوندي ساتلو، د زیان او  ورکېدو د مخنیوي، او همدارنګه د څېړونکو او ګروهمنو لپاره د لاسرسي د اسانتیا سبب ګرځي.

الطنيجي وویل: دا تفاهم‌لیک به په هغو نړیوالو محفلونو  کې چې د شارجې د میراث مرکز پکې ګډون کوي، د شارجه د قرآن مجمع د معرفي کولو مهم رول ولري.

د شارجه د قرآن کریم مجمع د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومې جدي په څلورمه د شارجې د امیر او واکمن له‌خوا پرانیستل شو. دا مجمعې د نړۍ تر ټولو لوي د قرآن مرکز بلل کېږي چې اووه علمي او تاریخي میوزیمونه لري، او د قرآن کریم اړوند فعالیتونو، پروګرامونو او د قرآني چارو د فعالانو د غونډو لپاره ځانګړی شوی دی. د شارجه د قرآن کریم مجمع په ۱۴۰ هېوادونو کې څانګې لري او له بېلابېلو هېوادونو زده‌کوونکي مني.

دا مجمع اوس مهال د تاریخي قرآنونو، پر پوست لیکل شوو قرآنونو، او نورو نادرو قرآني آثارو پراخه ټولګه لري، چې د ځینو ئې عمر تر ۱۳۰۰ کلونو  رسېږي او له دویمې هجري پېړۍ څخه تر اوس مهال پړاؤ پورې بېلابېل تاریخي پړاوونه رانغاړي.

د شارجه د میراث مرکز هم یو فرهنګي او علمي بنسټ دی او د یونسکو تر څار لاندې د دویمې درجې نړیوال مرکز بلل کېږي چې د فرهنګي میراث په برخې کې د ظرفیت لوړونې لپاره فعالیت کوي.

دغه مرکز د فرهنګي میراث د مطالعې او مستندسازۍ په برخې کې د خپلو سترو بریاوو له امله، د دې تخصصي ډګر له مخکښو بنسټونو څخه ګڼل کېږي.

https://iqna.ir/fa/news/4329202

captcha